آیت: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا ﴿70﴾ د اسرا سورت
ژباړه: بې شکه چې بني آدم ته مو درناوی ورکړ او دوی مو په وچه او بحر کې سواره کړل او دوی ته مو له پاکو شیانو څخه روزي ورکړه او پر خپلو ډېرو مخلوقاتو مو کره لوړتیا ور وبخښله. ﴿70﴾ د اسرا سورت
خدای تعالی په خپل کتاب کې د انسان خلقت خپل تر ټولو بهترین او ښه ترین کار بللی دی او هلته یې انسان اشرف المخلوقات یاد کړی دی. پاک خدای انسان پیدا کړ او بیا یې په خپله ځمکه خلیفه وټاکه او ټول نور خلقتونه یې ده ته مسخر کړل. (جاثیه ۱۳ ایت)
د قرآن کریم د همدې آیت په استناد دا ښکاره ده چې د ټولو مخلوقاتو له منځه انسان برتره دی، عجیب او غریب او متفاوت دی! خو الهیات دا تکامل نه شرحه کوي چې ګواکې انسان څنګه دې مرحلې ته ورسېد او ولې یې په ډېر عجیب ډول د انساني کرامت موقف او ارزښت ترلاسه کړ؟
د دهخدا او معین د لغتنامو له مخې "اشرف" د بهتر، ستر، عالي او تر نورو د ښه او لوړ مانا ورکوي! اشرف تفضیلي یا مقایسوي صفت دی چې په انګلیسي کې ورته Comparative Adjective وایي او هغه مهال کارول کېږي چې کله وغواړو یو شی له بل سره مقایسه کړو. دا چې انسان له څه شي سره مقایسه کوو؟ د دې مقایسې او پرتلنې معیارونه او سټندردونه کوم دي؟ او ایا مقابل طرف د دې احساس لري چې له انسان سره مقایسه کېږي او بیا پر دوی انسان ته د بهتروالي او ښه والي صفت چې همدا "اشرف المخلوقات" دی کاریږي؟ نو ځکه د اشرف المخلوقات د شرحې بحث مهم دی چې هر موجود خپلې خاصې ځانګړتیاوې او وړتیاوې لري او انسان هم خپلې خاصې وړتیاوې!
اشرف المخلوقات د خدای لوریینه ده نو کله چې دا خدايي حکمت او کرامت چې د انسان په نصیب شو، انسان ته د درناوي مانا ورکوي او د دې درنښت تر ټولو ښه بېلګه همدا ده چې هر څه د انسان لپاره خلق شوي دي او همدا یوه مانا لري چې انسان په دې نړۍ کې د یوې مقدسې موخې لپاره مامور شوی دی.
خو؛ کله چې د رنسانس پر مهال کلیسا احساس کړه چې نور نشي کولای پرته له عقلاني دریځونو او بحثونو خلک په خپلو مذهبي وضاحتونو تېر باسي نو یې د کلیسا په چوکاټ کې عقلاني ملاحظاتو ته ځای ورکړ او کلیسایي عقلانیت یا Rational Christianity په نامه یې د طبعیت، انسان او حوادثو په اړه خپل دریځ مطرح کړ. په دې برخه کې کلیسا دومره پر مخ ولاړه چې حتی یو کشیش د خپلو خاصو مطالعاتو له مخې د نړۍ تاریخ شپږ زره کاله وړاندې وټاکه او په خپل کتاب کې یې دقیقه نېټه د سهار نهه بجې او دېرش دقیقې، د اکتوبر ۲۱مه، له میلاد څخه ۴۰۰۴ کاله وړاندې وټاکله. نو چې کله د ځمکې د پیدا کېدو په اړه فکرونو او خبرو دوام پیدا کړ، بیا دا خبرې هم پای ته ورسېدې چې ځمکه او طبیعت دې د انسان د ښېرازۍ لپاره پیدا شوي وي!
انسان ته د اشرف المخلوقات خطاب، کلي او عمومي اطلاق نه دی، بلکې د یو شمیر خاصو شرایطو او ښېګڼو په رڼا کې انسان د اشرف المخلوقات مقام ته رسېږي او د یو شریف او لوړ بنده لقب ورکول کېږي. انسان ته د شرافت پيدا کولو او د نیکې لارې د انتخاب لپاره خدای تعالی په قران پاک کې ګڼ موارد یاد کړي دي، کله یې ښه کار ته هڅولی، کله یې له ګناه منع کړی، کله یې ورته د جنت وعده ورکړې او کله یې هم ده ته د ورکړي فضلیت بیان کړی دی. خو له دې سره سره خدای پاک (ج) ډېر ځله په انسان بې اعتماده شوی، بې باوره شوی او په قهر شوی دی. خپل تر ټولو ښه خلقت او بنده آدم (ع) یې له جنت څخه د ده د کړې ګناه په سبب وایست او ځمکې ته یې وشاړه. کله چې د نوح (ع) قوم ته په قهر شو نو ټوله نړۍ یې نابوده کړه! په قرآن پاک کې د ذکر شویو کیسو او نورو دیني ارشاداتو څخه هم پر انسان باندې د خدای پاک د قهر ګڼ موارد یاد شوي دي. نو د خدای پاک د بې اعتمادۍ او بې باورۍ دلیل څه کېدای شي؟
څوارلس سوه کاله وړاندې چې کله د قران کریم نزول وشو او د اسلام دین بشپړ شو نو د انسانانو تر منځ هر ډول توپیر، یوازې د دوی د شناخت او پېژندګلوي اساس وبلل شو. په پخواني عربستان کې تر اسلام وړاندې د بدوي ژوند، د ښځو او نجونو پر وړاندې د خشونت، له زده کړو سره د مخالفت... په مخنیوي کې د اسلام ونډه بې سارې وه!
انساني کرامت
د انساني کرامت مبحث هغه مهال کېږي چې یو شمیر دیني علماء دا کلمه د انګلیسي له Dignity سره معادله وګڼي. ډیګنیټي چې د معاصرې نړۍ او خصوصاً له رنسانس څخه وروسته رایجه کلمه ده او دقیقاً د روشنګرۍ پر مهال له هیومانیستي طرز دید سره ریښه لري؛ او په یوه دیموکراته ټولنه کې د انسانانو تر منځ د متقابل احترام او د یو بل د توهین او تحقیر د مخنیوي په مانا کارېږي. په ساده ډول ډیګنیټي یانې انساني شأن او منزلت. ډیګنیټي یو تاریخي انکشاف دی او د یوې مډرنې ټولنې فضلیت هم دی چې کولای شو د (حق) په ډول یې هم حقوقي نظام ته داخل کړو.
اما کرامت دا ډول کیفیت نه لري او برعکس یو ذاتي او متافیزیکي خصلت لري په دې مانا چې انسان د داسې یو کیفیت څښتن دی چې له ده څخه نه لرې کېږي او اصل یې په عالم بالا کې دی.
انسان ته د تکریم ورکولو او هغه د انساني کرامت ګرځولو په برخه کې دیني اخلاقیاتو زیات فشار وارد کړی دی او هغه انسان یې د تکریم وړ ګڼلی دی چې د خدای تعالی رضایت حاصل کړي او په آخرت کې رستګاره وي. کرامت؛ د معین په لغتنامه کې په ځوانمردۍ هم مانا شوی دی چې تر یو بریده جنسي برترۍ ته هم ویل کېږي. نو تاسو که ځوان نه اوسئ او نر نه اوسئ نو د کرامت څښتن نه یاست!؟
جګړه د انساني حرمت د ماتولو تر ټولو مهمه سره کرښه ده. د رنسانس پر مهال د روشنګرایانه بهیرونو له پیلېدو او د انسان دوستۍ له تفکر را وروسته د دې بهیر مخکښانو جګړه غیر اخلاقي وبلله. د جګړې د مخنیوي او د جنګ د بد ګڼلو په برخه کې اسلام هم تر بل هر دین زیات احکام لري. خو یوازې یې بار بار د هغه جنګ او قتال ستاینه کړې ده چې د خدای په نوم د خدای پاک په لاره کې ترسره کېږي او د همدې عمل په مقابل کې بیا لوی خدای (ج) انسان ته د شریف او ښاغلي بنده خطاب کوي او ورته د جنت د ورکولو وعده سپاري. (بقره:193 او همدا ډول انفال:39. او یا هم انفال:65 او همدا ډول نساء:84.)
د ټولنپوهنیزو قواعدو او تیوریو له مخې په یوه ټولنه کې انساني حرمت هغه وخت ساتل کېږي چې انسان وږی نه وي، د یو باآبرو کسب و کار څښتن وي، عادلانه درآمد ولري، وتوانېږي چې خپلو ماشومانو ته د روزنې او کلتور اسباب واخلي، د ناروغۍ او نا آمنۍ پر وړاندې د ټولنیز امنیت او بیمې څښتن وي او تر ټولو مهم یې دا چې آزاد وي. فقیر او غریب، ترهېدلی، بې سواده، خرافه پرست او د یوې ټولنیزې سرپناه د نه لرلو انسان څنګه کولای شي چې خپل انساني شأن وساتي. هر څومره چې تاسو هغه ته د انساني کرامت سر ټیټ کړئ! دا کرامت هغه ته څه ورکوي؟ په جنت کې یوه ټوټه ځمکه؟! انسان په ټولنیزو ناخوالو کې حرمت نه لري!
کانټ له ژان ژاک روسو څخه په تاثر کې لومړی، حرمت د انسان په ذات کې ګاڼه خو کله یې چې د اخلاقي فلسفې په رڼا کې پراخ بحثونه مطرح کړل، نو حرمت یې له انساني آزادۍ سره وتاړه او ویې ویل چې هغه انسان د انساني حرمت څخه محروم دی چې آزادي ونه لري. کاناډايي فیلسوف چارلز تیلر په دې باور دی چې انسانانو حرمت یا ډیګنیټي د مډرنې زمانې له شرافت یا Honor سره په یوه وروسته مډرنه ټولنه کې بدل کړل. یانې په یوه مډرنه ټولنه کې یې شرافت باله او په وروسته مډرنه کې یې حرمت بولي.
له پورتنیو بحثونو سره په څنګ کې د خدای (ج) په دې ارته ځمکه د ښو او شریفو انسانانو د شناخت لپاره ښه لاره دا ده چې د دې انسانانو له ژبو او لاسونو څوک په ازار نشي، که یې په خپلو ژبو او لاسونو څوک ازار کړل، نو بیا هغه ده چې دا انسان د خدای دوست نه دی. (حدیث شریف)
د انساني ښېګڼو او انسان دوستۍ بل ستر راز او رمز په دې کې و چې د اسلامي متنونو له مخې (هغه څه چې ځان ته خوښوې، بل ته یې هم خوښ کړه). (حدیث شریف) او همدا عامل دی چې له انسان سره د مینې، صمیمیت رمز کشفېږي او خلک له یو او بل سره د ځان په څېر مینه کوي.
د ګڼو احادیثو په استناد له پیغمبر (ص) څخه د ښه انسان په اړه پوښتل شوي دي او حضرت محمد (ص) ورته اوه ګڼ او متفاوت ځوابونه ویلي دي؛ یو ځای ځواب ورکوي چې ښه انسان هغه دی چې له کورنۍ سره ښه وکړي. په بل حدیث کې راځي چې ښه انسان هغه دی چې خپل ګاونډي ته یې ښه ورسیږي. په بل ځای کې وايي چې د ښه انسان صفت دا دی چې له لاسونو او خولې یې نور انسانان په امان کې وي...! د یادو ځوابونو د توپیر په اړه یو، کره او واضح دلیل دا دی چې حضرت محمد (ص) به هر هغه شخص ته د هماغه شخص د ژوند د حالاتو ته په کتلو ځواب وایه او د ښه انسان اوصاف به یې د هغه د ژوند سره په تړلیو مناسباتو کې بیانول.
د اشرف المخلوقات او د انساني کرامت او حرمت په اړه د پاسنیو بحثونو په دوام یوازینۍ هیله کوو چې؛ د یو ښه او غیر مضر انسانیت په هیله.