INSAN Magazine

د ناموس قبایلي تصور

میزان ۴مه ‍‍‍۱۳۹۸

د ناموس لفظ د اسلامي نړۍ په اخلاقي نظام کې هغه تصور دی چې له کبله یې یو نارینه ځان د ښځينه صنف په وړاندې د ځینو خاصو واکونو څښتن ګڼي.د عربي او فارسي ژبو په قاموسونو کې ناموس د الهي شریعت، قانون، عفت او عصمت په مانا بلل شوی دی.

د ناموس ساتنه په وروسته پاته او قبایلي ټولنو کې د شرافت، غیرت او ویاړ معیار ګڼل کېږي. د ناموس ساتنې له تصور څخه د ښځو په وړاندې د فرهنګ او مذهب له یو ځای شویو احکامو داسې قیودات رامنځته شوي چې ښځې د کور له څلورو دېوالونو پرته د بل هېڅ ډول بهرني فعالیت واک نه‌لري. په موږ کې دغه ډول افکار هغه وخت نور هم حساس شول چې هیواد ته پر فرهنګي دودیز مذهبي فکر سربېره جهادي ایډیالوژي هم راوړل شوه. ځکه د یوه مرکزي حکومت په له منځه تلو، ځینو فقهي او فرهنګي تصوراتو د قانون بڼه ومونده او هر هغه سیاسي نظام او نظر له دې امله مردود وګڼل شو چې د ناموس په اړه یې تګلاره او نظر د قبایلي تصور خلاف وو.

په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د اسلامي انقلاب د راوستونکو-غوښتونکو لویه ستونزه دا ده چې له یوې خوا په دیني فکر کې د حکم تر منشأ او هدف په شکل پسې ډېر مښلي او پر دې سربېره د دین په اساسي لارښوونو کې د فردي او مدني احکامو موقت او ثابت احکام نه تشخیصوي. د اسلام له پیله تر دې دمه چې دا دین له کومې فرهنګي-ټولنیزې حوزې د زماني یون په اوږدو کې له یوه ځایه بل ځای ته لېږدېدلی او په مختلفو سیمو کې یې د بېلا-بېلو فرهنګي، تاریخي او سلیقوي اغېزو له امله کوم رنګ خپل کړی، هغه پر یوه مهال په مختلفو سیمو کې د ګڼو برداشتونو له امله ډېر وخت د یو-بل ضد دی چې دا ډول تعبیرونه په خپل ذات کې راښيي د فرهنګ او زمانې په یوه خاصه مقطع کې د دین عملي شوی شکل د هغه جوهر یو خاص څرګندوی دی چې د هغه له منشاء سره تړاو لري.

تر ډېره د ښځینه قشر په پرتله د نارینه جنسي، فرهنګي، اجتماعي او مذهبي برلاسی د دې سبب شوی چې دغه حالت د دین او فطرت تقاضا وګڼل شي. له همدې امله موږ وینو چې د درېیمې نړۍ په هیوادونو کې نارینه هرڅه ته ازاد دي او په هېڅ حقوقي او قانوني تړون کې له ښځو سره سلا مشورې او نظر اخیستلو ته اړتیا نه ویني. همدغه ذهنیت د دې لامل ګرځي چې ښځه د ناموس په نوم سنګسارېږي، د نارینه د کړیو ګناهونو د جبېرې وسیله ده، د فحشا له قبایلي تصور سره سم یې مرګ روا دی، د خپل ژوند او ملګري د انتخاب حق نه‌لري او د نارینه د هر ډول شهواني غریزو قرباني ده. د ورور، پلار او ان زوی د جنسي غریزې د اشباع لپاره د ښځې قرباني هېڅ د شرم او اخلاقي ارزښتونو مخالفت نه ګڼل کېږي، خو که یوه مېرمن د دین او انسانیت پر بنسټ د شخصي ژوند د خپلواکۍ، کار او زده کړو غوښتنه وکړي نو د ناموس له قبایلي تصور سره سم ورته ډول-ډول سزاګانې ورکول کېږي.

کله چې د دین متن د تاریخ په یوه پړاو کې د انساني فرهنګ او تعامل حوزې ته داخلېږي نو د وخت غوښتنې او برداشت په کې مهم او اساسي نقش لري. په تېره کله چې د دین مخامخ تعبیروونکی مري او پر ځای یې نور تعبیر کوونکي د دیني تشریح دنده پر غاړه اخلي نو ستونزه نوره هم ژورېږي، ځکه په دې وخت کې د یوې طبیعي پدیدې په توګه ګڼ تفسیرونه د دین د متن ځای نیسي او له امله یې دویم او درېیم لاس داسې مواد د خلکو لاس ته رسېږي چې په حقیقت کې هېڅکله تر نقد او کره‌کتنې لوړ نه دي. په بل عبارت دغسې تعبیرونه د هغه وخت د سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو، ذهني سطحې او نورو عواملو غوښتنه وي، مګر کله چې وخت تېرېږي نو د وروسته وخت مذهبیان دغسې تعبیرونه وروستي ګڼي، تغییر یې نه‌مني او څرنګه چې د نوي عصر غوښتنې بېلې وي نو له همدې امله د دین او عصري تقضاوو تر منځ یو طبیعي ټکر رامنځته کېږي.

د ناموس په اړه د قبایلي تصور ریښه هم اصلاً په دې کې ده چې په دغه ډول ټولنو کې لوی شوي وګړي او اجتماعي جوړښتونه د خپل فرهنګ او مذهبي تعبیر له مخې ښځه یو محکوم، بې‌اختیاره او د کور په انګړه کې ایسار شوی مخلوق ګڼي او همدا حالت د دین او اخلاقي اصولو غوښتنه بولي، مګر که دولت او یا د بشري حقوقو نور مدافعین غواړي دې بد حالت ته تغییر ورکړي نو د سنتي او قبایلي ټولنې وګړي دغه تغییر د خپل دین تخریب ګڼي او فکر کوي چې پر ناموس یې تېری کېدونکی دی، له همدې امله د ښځو د ژوند ښه کولو او هغوی ته د واقعي دیني او بشري حقوقو هغه ټولې هڅې شنډېږي چې بېلابېلي کړۍ یې تر سره کوي. په مجموع کې له ښځو سره د خشونت چلند، د هغوی د فردي، اقتصادي، سیاسي، تعلیمي او ټولنیزو حقوقو غصب او د ناموس، عصمت او عفت په نوم وژل، خرڅول، د جنسي اشباع لپاره د هغوی کارول او د څاوریو په څېر پېر و پلور د همدغسې فرهنګي-مذهبي وروسته پاتېوالي پایله ده.

که ښځه تر ناموس او مروج مذهبي او فرهنګي فکر ورهاخوا د یوه انسان په توګه ومنو، له صنفي ځانګړنو او د ټولنې په منځ کې د روابطو له خاصیتونو پرته یې د خپل ذات او جوهر په ساحه کې یو داسې څوک وګڼو چې د یوه نارینه په څېر ټول انساني او بشري استعداونه لري او په هېڅ ډول د انسانیت په ډګر کې تر هغه کمه نه ده (د ناقص العقله موجود په توګه خوله په خوله کېدونکی روایت د روایت او درایت په رڼا کې وڅېړو) نو هغه وخت ممکنه ده چې ښځه د ښځې په توګه انساني او فطري حقوق تر لاسه کړي. د تاریخ په اوږدو کې چې فرهنګونو او مذهبي دریځونو ښځې ته کوم مقام ورکړی، هغه دې یو ځل بیا د نن عصر اړتیا ته پام د بحثونو او نقد محور وګرځي.

د ناموس په اړه موږ ته راپاته تصورات او افکار د بېلا-بېلو تاریخي دورو پاتې‌شوني دي چې هېڅکله مقدس او دایمي نه شي کېدای. د دین متن په تاریخي حوزه کې تل خپل رنګ بدلوي او نوي تعبیرونه یې ځای نیسي. که موږ د شکل پر ځای د ماهیت اصلیت ومنو نو بیا ډېره اسانه ده چې د فقهي متونو زړو پرېکړو ته د متن‌پوهنې له نویو اصولو سره سم د حکم له ماهیت سره موافق داسې تعبیر پيدا کړو چې هم هدف پوره کړي او هم د عمل په ډګر کې د زاړه شکل ځای ونیسي.

قبایلي تصورات د جامد ټولنیز حالت څرګندوی دي. کله چې د علم او بحث په وسیله دغه جمود مات شي نو بیا به د ناموس په اړه دا ډول تصورات هم پر خوځښت راځي، شنل کېږي او د معقولو حقوقي، قانوني او بشري اصولو په رڼا کې خپل ځای نویو مقولو او اندونو ته پرېږدي. دلته یوازینۍ خلا دا ده چې ذهنونه جامد او قلمونه په وېره کې دي. یو ځل باید دواړه وخوځېږي چې د ناموس په نوم د ښځې یرغمل شخصیت بېرته هغې ته وسپاري.

شریک کړئ