استاد پر لومړۍ ورځ موږ ته وویل، یوه نوې ژبه که زده کوئ، اول يې باید الفبا زده کړئ. موږ ټول لکه له سړي چې اروا وتلې وي، چوپچاپ ناست وو. استاد څه شېبه غلی شان ولاړ و. موږ چې وپوهېدو استاد عکسالعمل ته ولاړ دی، په ټولګي کې پنځهويشت سرونه د تایید په اشاره وښورېدل.
په لومړیو اوونیو کې نه پوهېدو چې استاد څه وايي، خو دا چې ما تر دې مخکې څو ورځې د زمریو ژبې په ټولګي کې تېرې کړې وې او د استاد له اشارو څه ناڅه پوهېدم؛ نو تر ټولو مخکې به ما د «هو» یا «نه» اشاره وکړه. تر ټولو سخته د «نه» یا رد ځواب و، ځکه دغه ځواب وروسته توضیح غوښته، ها هم د پېریانو په ژبه.
د استاد د خبرې تر تاییدولو وروسته، هغه تباشیر تختې ته ونیوه، له کيڼ اړخه یې لیکل پيل کړل. زما تر څنګ یوه صنفي کرار په څنګل پورې وهلم او ويې ویل: «استاد غلط نه دی روان؟»
ما د «نه» په اشاره سر وخوځاوه؛ خو هغه بیا وویل: «خو له چپې خوا اخته دی.»
ــ ټولې ژبې له ښۍ خوا نه لیکل کېږي.
ــ یعنې زموږ د ژبې سرچپه.
ــ هو.
او د ټوکو په انداز يې بیا وویل: «نو لیکل کېږي به هم په چپ لاس.» او بیا يې قلم ته کيڼ لاس اوږد او په کتابچه کې يې یادداښت شروع کړ.
هغه لکه سربداله اروا، ارام يې نه لاره، د قلم سرپوښ يې په غاښ ټینګ کړ او راته يې کړه: «ته خو چپی هم نه يې، اوس به څه کوې.»
ما د دې لپاره چې ځان ورته تکړه معرفي کړم، ورته ومې ویل: «زما د زمریانو ژبه زده ده.» او لکه غوښتل مې نور هم ځان پرې بر وګڼم، زیاته مې کړه: «د قطبي یږې له ژبې هم څه ناڅه خبر یم. په یو څو ټکو يې پوهېږم.»
ــ رښتیا وایې؟ هغوی هم زموږ غوندې غږېږي؟
ــ خود؛ خو لږ يې جګه وايي، غټه يې اچوي.
استاد لکه زموږ پر ګنګوسي پوهېدلی وي، شا ته را وکتل، ما او زما ټولګیوال خپلو کتابچو ته سرونه ټيټ کړل. هغه تخته له الفبا ډکه کړې وه او یو یو توری یې په موږ تکراراوه. استاد وویل، د پېریانو او د زمریانو د ژبو الفبا ډېر توپير نه کوي، هغوی چې د زمریو په ژبه پوهېږي، د دې ژبې پر الفبا په اسانۍ پوهېدای شي او...
استاد دا خبرې د زمریو په ژبه وکړې او په دغه وخت کې زما تبر لاستی پيدا کړ، د استاد خبرې مې پرې کړې او ورته ومې وویل: «هو، یو څو ټکي پکې بدل غوندې ښکارېږي. نور خو هماغه دي.»
استاد ما ته بېخي را ونه کتل، فکر کوم، د زمریو په ژبې زما خبرو خوند ورنه کړ، ځکه د پېریانو سوچ دی، چې دوی له زمریو عالي نسل دی، اور څخه پيدا دي او بیا وايي، اور په یوه دوران مقدسه څيز و او په یوه دوران کې بیا د دنیا یو عنصر هم.
استاد بیا تباشیر په ګوتو کې تختې ته ونیو، یو څه يې ولیکل او مخ یې راواړاوه: «اوس چې د پېریانو قلمرو ته راغلي يئ، باید د پېریانو ژبه زده کړئ، پرې وغږېږئ.»
ما لاس جګ کړ، لاس پورته کول راته په ټولو قلمروونو کې د اجازې په مانا ښوول شوي و. ما غوښتل چې ورته ووایم، «اول به يې زده کړو، بیا به يې کوزده کړو»؛ خو تر څنګ اشنا بیا په څنګل پورې وهلم او ويې ویل: «استاد مه په غوسه کوه، له ټولګې مو څه له پې شړې!»
استاد له ډېرو لیکلو ستړی شي، تباشیر پر مېز کېږدي، په زرغونې تختې تخته پاک کش کاږي او بیا لیکلو ته ځان تیار کړي. زما تر څنګ هلک د قلم په سرپوښ زما څوکۍ ورو وټکوي او وغواړي خبره یې واورم. ما ته ووايي: «زموږ په ښوونځیو کې تختې تورې وي، دلته خو زرغونې دي، په دې کې به څه راز وي؟»
ــ زه څه درته د غزني پېری ښکارم چې له هر رازه به خبر یم.
ــ هسې، ما ویل د زمریو ژبې په ټولګي کې به یې درته ویلي وي.
زه له هغه سره خپلې خبرې په وروستۍ یوې جملې پای ته رسوم: «د دوی ډېر څه له موږه بدل دي.»
زما له وروستۍ خبرې لنډه شېبه وروسته استاد هم لیکلو ته د پای ټکی ږدي او وايي: «سبا یو ځل بیا د الفبا پر غږونو او د پېریانو ژبې پر خاصو تورو کار کوو، ورو ورو به د دغې ژبې کلماتو او جملو ته ځان لنډوو.» استاد له ټولګي وځي، هر ټولګيوال پاڅېږي، په دهلېز کې د پښو ترپی او د زده کوونکو ترمنځ ګنګوسی ورو ورو کمېږي. زه په دهلېز کې تک تنها، یوازې له ځان سره روان یم او په همدې فکر کوم، چې د پېریانو ژبه باید زده کړم، پېریان ډېر ناممکن کارونه شوني کوي، د دې ژبې په زده کولو سره به زه هم لوی لوی کارونه وکړای شم او کله چې خپل قلمرو ته بېرته ستنېږم، نو هسکه غاړه به ستنېږم. دا خیالونه ان تر ګلالۍ غځوني کوي، هغه ګلالۍ چې د یوې کلا په برج کې دېو بندیوانه کړې. وایم، د کلا برج ته پسې خېژم، که په لومړي برج کې مې ونه مونده، په دویم، درېيم، په څلورم کې به خامخا وي، ورته وایم به، زه د پېریانو له وطنه ډکې منګولې په تا پسې راغلی یم.
په همدې سوچونو له ټولګي راوتلی یم، نه مې له دهلېزه راوتل یاد دي، نه مې دا په یاد دي، چې څنګه له درېيم منزله تر اوله او بیا تر بهره راغلی یم؛ خو یو دروني کوښښ په ما کې منګولې ښخوي، غواړم کور ته ځان ورسوم، خپل کور ته؛ خو نېغ کوټې ته سیخېږم. په لاره کې جوړه جوړه پېریان وینم، یو بل ته ورغاړه وتي وي، دا هر څه راته د ګلالۍ پاسته لاسونه یادوي او له ما د هغې دوه اېنچه ټيټه ونه.
تر کوټې رارسېږم؛ خو ځان په دې ډاډه کوم چې ځه، کور ته روان یم. ګومان کوم، په ما کې یو بل دوکهمار احساس څښېده، غوښتل مې ځان غلط کړم؛ خو سړی څومره ځان غلط کړي. ځان نه غلطېږي، صرف تمثیل دی، اداکاري ده، په دې ثمثیل کې: کمره، اکشن، ساونډ، ټول یو کس کوي، ټول زه پخپله خپل ځان ته کوم او د وروستۍ صحنې تر اجرا کولو وروسته خپله ډنګره ډانچه چپرکټ ته غورځوم، د بېصدفه حلزون غوندې مړپړ لوېږم؛ خو خپلې ډانچې ته چې ګورم، فکر کوم یوازې آهکي صدف یم، حلزون خو نرم وي، غوښه لري. ورو ورو مې سترګې ورځي؛ خو د ګروپ رڼايي د تیارو کلا ته د عسکر په څېر ولاړه وي؛ په سترګو مې ښی مړوند ږدم او د پېریانو د قلمرو دروازه راته پرانیستل کېږي، یو پېری زما په لیدو راته وايي: «څه غورې دي، زموږ قلمرو درته څنګه وښکارېد؟» او بیا وروسته د خپل قلمرو په هکله اوږده مقدمه غږوي. حیرانېږم، وایم دوی زما په ژبه غږېږي، ان هغه سخت کلمات هم چې ما له قاموسونو او مقالو زده کړي وو، هغه انتخابوي، په ټولګي او بهر کې د اوسني حالت خلاف دومره بې تکلفه راسره غږېږي، لکه ډېره پخوانۍ اشنايي چې لرو. د دې لپاره چې پوښتنه يې بېځوابه پاتې نه شي، ورته وایم: «ښه زرغون، د ټولګي د زرغونې تختې په څېر ښایسته هوار.» بیا يې یودم اکر بدلېږي او لکه څنګه چې نن استاد د سترګو په اشارې نیمه یوه خوشکه وکړه، دی هم خوشکه راته وکړي او په داسې انداز چې هم غوسه او هم ملنډې پکې خوټېږي، راته ووايي، ستاسې قلمرو کنډر دی، کنډکپر دی، موږ ټولو لیدلی او شا ته مخ اړوي، تر څو چې سترګې کار کوي، پېریان ولاړ وي.
د ګروپ رڼايي لا هم د مړوند له اړخونو تته شانتې زما سترګې په عذابوي، مړوند وښوروم، که د ګروپ د رڼا مخه ونیسم، په همدې وخت کې په پټو سترګو سوچ را ولوېږي، خپل قلمرو ته لاړ شم، دوی زموږ قلمرو ته راغلي وي.
کله چې راپورته شم، په کوټه کې ځان تک تنها ووینم، ګروپ لګېدلی وي، له ځان سره وایم، کاش چې لومړی مې ګروپ مړ کړی وای، دې تېزې رڼايۍ به نه وم په عذاب کړی.
لږ مخکینی سوچ رایاد شي، سوچ غځوني وکړي، همداسې تر غزني لاړ شي او ووایم: «مور مې یوازې د غرني د پېریانو په باره کې راته ویلي و، د دغه لرې قلمرو د پېریانو خو يې څه نه و ویلي. دوی چې وايي درغلي یو، حتماً يې زموږ له پېریانو سره ګوتې خوږې کړې وې. خو چې راغلي دي، بېرته ولې تللي، حتماً يې پسې اخیستې دي، خوابدي شوي به وي سره.»
بیا د پېریانو په قلمرو کې د دوی کمالات مې یو یو له سترګو تېر شي. زه نه غواړم خو د غزني پېریان ورسره رانه پرتله کېږي او وایم، «چېرې زموږ د غزني، چېرې دا.» سوچونه مې نه پرېږدي، له ځان سره درګرده کرم رېبم، د کوټې ګروپ لګېدلی پاتې وي، سوېچ مې د چپرکټ تر څنګ دی، صرف دومره زحمت چې ځان ورکوږ کړم؛ خو سوچونه مې نه پرېږدي، یوه ټکي ته په کتو مې سترګې پسې لاړې شي او لاړې شي. بیا خپله کوټه او د ژمي یخه شپه رایاده شي، هلته به مې پښې له ډېرې یخنۍ نه شوای غځولی، کله به مې چې د زمریو د ژبې مشق و تمرین کاوه، یو لاس به مې په غولنګولو کې تود ساتلی و، په بل لاس به مې کتاب نیولی و او دا بل چې به یخ شو، نو له غولنګونو به مې لاس را وباسه، د دویم وار به شو، دویم لاس به ایله ساه وایستله؛ خو کله به چې ګروپ رانه چالان پاتې شوی و، له ډېرې یخنۍ به نه شوای ورپاڅېدای، پر سر به مې بړستن ښه راکش کړه، چې سترګې مې له رڼايۍ پناه کړم؛ خو اوس د کوټې په رڼايۍ کې هر څه دومره روښانه وینم، چې غواړم يې هم نه. د کوټې وره ته ګورم، نه کولپ لري او نه هم کیلي؛ خو پخپله بندېږي، خلاصېږي او د دې قلمرو ډېرې نورې معجزې مې سترګو ته درېږي. په دې قلمرو کې هره اساني او سهولت د کیکر د اغزي په شان زما له پښو او پوندو بوټ وځي، وایم سبا که ستنېږم، کاش دا سهولتونه مې په پنډه کې راسره تړلي وای، هلته مې په خپل قلمرو کې اول ګلالۍ ته خلاص کړي وای او ورته ویلي مې وای، وګوره، زه ډکې منګولې راستون شوی یم؛ خو وروسته وایم، د غزني پېریان به يې ونه مني. په سوچ سوچ کې مې یودم له دې هر څه خوا توره شي، د کور د دروزاې تمبه رایاده شي او پوهېږم چې زه په هغې تمبې پسې چې دروازې ته به مې اچوله، خپه شوی یم، په هغې بوکې پسې چې بام ته به مې د لېو لپاره خټه پرې پورته کوله، خپه شوی یم.
د سوچونو له کلا ځان راباسم، سوېچ ته مې ګوتې تېرې کړې دي، اوس مې رڼايي سترګې نه په عذابوي؛ خو شپه اوږده شوې، لمر نه راخېژي، وایم لکه د نظام له مداره چې وتلی یم. بالاخره یو څه رارسي، د پېریانو د ژبې د ټولګي تر وروستۍ ورځې یوه ورځ مخکې. استاد تباشیر ته لاس کوي او وايي، نن یو ځغلن نظر بل سبانۍ ازموینې ته کوو. هغه وايي: «لکه اووه اته میاشتې مخکې مې درته ویلي و، که په یاد مو وي، په لومړیو اوونیو کې، یوه ژبه څلور ستنې لري، اورېدل، لوستل، لیکل او غږېدل. تاسې به هله د پېریانو د قلمرو لایق کېږئ، چې په ژبه سره پوه شئ او په ژبه پوهېدا يې دا ده چې په دغو ټولو یا لږ تر لږه په درېيو کې کامیاب شئ.»
ټولو زده کوونکو اوس د پېریانو په ژبه د استاد خبرې تاییدوي، تر څنګ ټولګیوال مې د قلم په سرپوښ لکه عادت چې یې و، خوڅوي، وايي: «دا وړۍ به نه شي شړۍ.» او بیا پوښتي: «له تا به شړۍ شئ؟»
ــ توکل په خدای، اسان هم نه دي.
ــ د زمریو او قطبي یږو شړۍ چې دې وړۍ کړې، دا هم کوې.
ــ هغوی د خدای په لاره سم غږېدل. دوی د ماهیپر غاښي غوندي لنډ لنډ موړونه لري، سړی ترې ښکته رغړي.
له هغه سره په خبرو خبرو بل سبانی امتحان او د قلمرو د لیاقت شرط رایادېږي او له ځان سره وایم، دوی چې هلته زموږ په قلمرو کې ګوتې خوږې کړې وې، د اجازې شرط خو نه و ورته، یودم لکه له اسمانه چې راورېدلي وي، سهار وختي چې لمانځه ته ووتلم، له کوڅو رمې رمې راووتل. خو بیا د مور خبره مې په ذهن کې انګازې وکړي: د زورورو اوبه په بره ځي. له دې متله مې کرکه وشي، کرکې مې بڼکې وکړې، زیاته شي، تر مور پورې ببره شي، لاحول وکړم او ووایم، مور د سړي بده اېسي؟ نه مور او نه هم د لويې کلا په برج کې بندیوانه ګلالۍ د سړي بده اېسي.
استاد خپلې خبرې کړې دي، له ټولګي راوتلي یو، سبا ته يې رخصت راکړی؛ خو بل سبا ازموینه ده، د پېریانو د ژبې ازموینه او بالاخره ازموینه تېرېږي. ښه وخت وروسته د ازموینې پایله زما تر وره پورې راوړل شوې ده او بې له دې چې کوم شاباسی واورم، سبا استاد ته غوښتل شوی یم، د ټولګي درېيمه حصه زده کوونکي نه لیدل کېږي او نن په څنګل هم نه پورې وهل کېږم. استاد وايي، موږ د پېریانو د قلمرو وړ او لایق خلک یو، خو په پوره مانا نه، ځکه موږ باید یو بل کمال هم زده کړو. استاد اوږده مقدمه یا که اختتامیه غږوي، سل و زر کمالونه وړاندې کوي، زه پکې یو کمال انتخابوم، د شپې کوټې ته ستنېږم؛ خو زړه مې کور ته ستنېدل غواړي، هلته چې سهار په «زاړه ټیمان، زړې چپلې، وسپنې او بوتلونه اخلو...» غږونو راويښېدم؛ خو دا سهار نه رارسي، کلونه اوړي، د کمال څښتن کېږم، دا ځل مې یو بل استاد غواړي او راته وايي، چې زه د پېریانو د قلمرو لایق یم؛ خو دا کفایت نه کوي، دا کمال کمزوری کمال دی، زه باید ښه کمال زده کړم. په یو بل کمال پسې سهار وختي وځم، شپه رارسېږي؛ خو یوه شپه هم نه سهارېږي، ځکه چې ورځ نه ایسارېږي. په دغې شپې له کوټې وځم، نه پوهېږم، د کور په نیت، د کمال په نیت، که د کلا په نیت، نه پوهېږم، ځان مې له یوه برج څخه بل برج ته په تګ لیده، یو څوک مې لټول؛ خو هېڅوک نه پيدا کېدل، هېڅ څه نه پيدا کېدل.