اندره برېنک
ترجمه: حیات ژوند
په نړۍ کې هم لیکوال شته او هم د دوی لیکنې: ان تر ټولو شخصي شعر چې شاعر د شخصي خوند لپاره لیکلی او په المارۍ کې يې ساتلی، لوستونکي غواړي. که د ارتباط په بهیر کې ونډه ونه ولري، صرف نیمه مانا پيدا کوي.
پوښتنه دا ده، چې ادبي کار په ټولنیز فعالیت کې ونډه اخلي؟ د ټولنیز اغېز په بدلانه کې پر لیکوال او د هغوی پر لیکوالۍ حساب کېدای شي؟
۱
د دې خبرې د سپړلو لپاه باید د ادبي کار ماهیت او د ممکنه اغېزو ترمنځ ته غور وشي: د دې ترمنځ چې پخپله ادبي کار څه دی او څه کوي، ډېر توپير شته یا دا چې په ادبي کار کوم کار کېدای یا پخپله له ادبي کار سره څه کېدای شي. په پاریس کې Notre – Dame اصطلاح د نورو څیزونو تر څنګ، د کلیسا او د قانون محکمې په توګه سوالګرو او جنایتکارو ته کارېدلې؛ خو په وروستي تحلیل کې دا اصطلاح د یوې ودانۍ په څېر کارېدلې. لکه څنګه چې له ودانیو سره یو کار کېدای شي، همداسې ادبیات هم کارېدلي او ناوړه ګټه ترې اخیستل شوې. کتابونه جابرو ته د غوړه مالۍ یا هم د هغوی له سقوط سره د مرستندوی په توګه استفاده شوي. د تیوریو د ثابتولو یا ردلو لپاره؛ د ګناکار شهوت پر ضد د مبارزې یا د لوستونکي جنسي غوښتنو د پارولو لپاره کارېدلي. کتابونه د دې لپاره هم کارېدلي چې ښځې وستایل شي یا پر ښځو لعنت وویل شي، د سړیو د هڅونې لپاره وکارول شي، ښکلا خپره کړي، کباب ته پرې اور بل شي یا لړزونې المارۍ پرې ټینګې شي.
خو هغه کارونه چې په کتابونه شوي یا د کوم هدف لپاره چې استفاده شوي، ضرور نه ده، چې ادبیات په همدې مانا تعبیر شي. یو مشخص مثال دا دی: ځينو پر Sestigen نیوکه کړې، وايي کتابونه يې د ځوانانو اخلاق خرابوي؛ خو دا نیوکګر چې چیغې يې اسمان ته رسي، پر بایبل نیوکه نه کوي، په دې نیوکه نه کوي، چې د بایبل ځينې برخې او څپرکي ځوانان د جنسي خوشالۍ لپاره اړوي رااړوي. ان یو کتاب که په ښه نیت لیکل شوي هم وي، د بدنیت خاوندان، ناپوهان یا ان د ښه نیت وګړي به يې په سمه ونه کاروي.
خو دا چاره مو باید بلې کندې ته ونه غورځوي: یعنې د لیکوال نیت ته. د لیکوال نیت بې ثباته، ناڅرګند او ناباوری دی. T.S Eliot یو ځل وویل، چې هغه «کلیسا کې مرګ» اثر يې د نازي ضد تبلیغ په نیت لیکلی و؛ خو مخکې له دې چې پخپله ایلیت دا نه وه واضع کړې، سخته ده که کوم لوستونکی په دې هکله پوه شوی وي. (په ورته ډول، په افریقايي اثارو کې هم داسې مثالونه لیدل کېږي): ناولونه او شعرونه خپل ټولنیز پيغام په سېمبولیکه توګه وړاندې کوي، په ښه اثر کې سېمبولونه ارزښتمنېږي؛ خو په کمزوري اثر کې له واقعیت څخه تېښته ده. اوس که د ایلیت ننداره نازي ضد اثر دی یا نه دی، له دې واقعیته چې پخپله فوقالعاده هنري اثر دی، څه نه کموي.
نورې بېلګې هم پرېمانه دي. مثلاً، Don Quixote په اصل کې د پيکارېسک (picaresque) ناولونو او د هسپانوي فاتحانو پر ضد د کلک انتقاد په نیت لیکل شوی؛ خو د دې کتاب عظمتله هغې لومړنۍ انګېزې سره چې لیکوال يې لیکلو ته هڅولی و، ډېره رابطه نه لري.
په نولسمه پېړۍ کې د هالنډي ادب تر ټولو عالي (د موتاتولي[1]، مکس هاولار[2]) ناول د ختیځ هند له زغم څخه له وتلي حالته پرده پورته کړې. کتاب د شهزاده اورانژ په عاجزانه غوښتنې پای ته رسېږي. دغه کتاب ډېر کامیاب شو؛ ټول خلک د هغه له کرکټرانو دومره اغېزمن شول، چې چا هډو د جاونیز[3] درد ته پام ونه کړ.
نن سبا هم ډېر مثالونه شته: په دې پېړۍ کې ښايي هېڅ ډرامهلیکونکی د برېشت هومره ژمن نه وي؛ خو د یوه مشهور ډایرکټر په خبره، کله چې په پولنډ کې خیالي ډرامه وغوښتل شي؛ نو د برېشت ډرامه ورمخکې کړي. په ورتهوخت کې، د معاصر تیاتر مشهوره ابزورډ ډرامه Waiting for Godot په پولنډ کې داسې وړاندې کېږي لکه د سیاسي ډرامې غوره بېلګه: ځکه خلک د Estragon او Vladimir انتظار داسې تعبیروي، لکه پهاوشوېتس[4] کمپکې د بندیانو انتظار.
دې ته ورته یو بل مثال هم شته: کله چې بورېس پاسترناک[5] له رسمي یا حکومتي غندنې سره مخ شو؛ نو سملاسي غلی شو؛ خو کله چې راڅرګند شو، سوچه لیریکل[6] شاعري یې خپره کړه؛ خو له دې شعرونو یې هم د سیاسي پارونې مانا واخیستل شوه. ولې؟ ځکه په داسې ټولنه کې چې له شاعره د نظام د ستاینې تمه کېږي – شاعر د نظام مدحې ته مجبوري هم – نظام لیریکل شعر ننګونه ګڼي. اوس بېرته خپلې خبرې ته راګرځم، یعنې د لیکوال نیت اکثراً د اثر په هنري ارزښت کې مهم نه دی.
خو دا هم باید ومنو چې د دان کیشوت[7] او مکس هاولار اغېزناک تاثیر د لیکوال د غوسې له اوره راغلی دی. که دغه اور نه وای، پر هېڅ لوستونکي به يې دومره اغېز نه و کړی.همدارنګه، د جېمز بالدوین[8] او لروی جونز[9] د کړاو او قهر شدت د دوی د لیکنو ځواک زیاتوي، داسې لکه د دوی ژمنتیا چې په خپلو کتابونو کې لا پسې غښتلېشوې وي.
دا حالت د نادین ګوردیمر[10] په «وروستۍ بروژوايي نړۍ» اثر کې هم شته؛ خو «د مینې فرصت» کې بیا نشته. جالبه دا ده، چې د همدغه لیکوال «وروستۍ بروژوايي نړۍ» اثر په سویلي افریقا کې د طبع او نشر اجازه نه لري؛ خو «د مینې فرصت» باندې بندیز نشته. سره له دې، وروستی اثر چې موضوع یې د رنګونو ترمنځ مینه ده، ښايي د لومړي اثر په پرتله لږ شدت ولري؛ خو د دې اثر شدت ژر تېږي، حال دا چې د «وروستۍ بروژوايي نړۍ» اور د غوسې له حده اوړي او په دې پروسه کې ډېر «خطرناک کېږي»، دا په ادبیاتو کې اکثره د «لوی یا عظیم» مانا لري.
۲
تر اوسه مو په دې خبرې وکړې، چې ښايي د لیکوال نیت د هغه د ادبي کار په بري کې لاس ولري؛ خو د لیکوال د غوسې کیفیت د لیکوال د کار د اغېز ساحه پراخوي. ښکاره خبره ده، د هغه د غوسې کیفیت – که څه هم ډېر کم – له اثر سره تړاو لري. دا داسې غوسه ده لکه: د یوه ماشوم ژړا چې خواږه ترې اخیستل شوي. ښايي دا حالت په خپل ذات کې سخت وي؛ خو په انساني دید کې دا پېښه تر هغې ډېره وړه ده، چې یو څوک د عدالت لپاره جنګېږي یا د بشري کړاو پر وړاندې درېږي. زه به وروسته په پوره مانا دا کارېدونې او مبهمه اصطلاح چې زه يې «انساني افق» ګڼم، روښانه کړم. اوس اوس، دا خبره باید ومنو، کله مو چې په اثر یا ادبي کار کې غوسه لیدلې، نو د اثر پر ځای مو پام لیکوال ته اوښتی. که څه هم دواړه، لیکوال او اثر، د اغېز لاملونه دي؛ خو د هغوی د ممکنه دندو ساحې باید سره ګډې نه شي.
ما مخکې د پاسترناک خبره وکړه، چې د هغه په غیرسیاسي شعرونو پسې هم سیاست وتړل شو. البته هغه د ډاکټر ژیواګو[11] له لارې پر نړۍ زیات اثر وکړ. خو دا خبره هم رښتیا ده، چې په لوېدیځ کې زرګونه، ښايي میلیونونه وګړي د پاسترناک له موقفه متاثره شوي؛ خو ښايي د هغه یو کتاب یې هم نه وي لوستی. لکه څنګه چې روسي مخالفانو له سینافسکي[12] او دانیل[13] څخه الهام اخیستی؛ خو ډېری روسي مخالفانو د دوی اثار نه دي لوستي.
موږ دوی ستایو، ځکه دوی د ظلم او ستم پر وړاندې د مقاومت مثالونه دي، په دوی کې یو زړور څه ژوندي پاتې شوي، یوازې د دوی لپاره نه، بلکې د ټولو خلکو لپاره ژوندي دي.
همدغه پدیده په سویلي افریقا کې د [14]Sestigers د ظهور له لارې څرګنده شوه. دوی د خپلې سختې مذهبي ټولنې دودیزو محدودیتونو ته غاړه کې نه ښووه او په ادبیاتو او اخلاقو کې يې د زاړه طرز خلاف حرکت وکړ. د دوی نوښت او بدلون یوازې په ادبیاتو پورې محدود نه و؛ بلکې ټولنې ته يې هم اثرات ورسېدل. د دوی کار لومړی کلتوري او وروسته وروسته بیا سیاسي پدیده شوه. په افریقايي ټولنه کې نن هم ټولنیز چلن په دې اساس ارزول کېږي، چې یو کس د سېستیجرز خلاف دی که نه. دا هومره په هغو کسانو چې د دوی اثار يې لوستي د تطبیق وړ ده، پر څومره ګڼو کسانو چې اثار يې نه دي لوستي. د دغو اغېزو څپې له افریقايي ټولنې هم اوښتې دي. دا اثار رنګین پوستو او تور پوستو ته (ان هغو ته چې د سېستیجرز یو ټکی يې هم نه دی لوستی)، د مستبد سیسټم پر وړاندې د بغاوت نښه ګرځېدلې. په دې بهیر کې، سېستیجرز داسې اهمیت ترلاسه کړی، چې د ادبیاتو په برخه کې د دوی له واقعي لاسته راوړنو سره هېڅ تناسب نه لري.
زه نه غواړم، چې د دغو لیکوالو اثار کم ارزښته وښیم. که رښتیا ووایم، ځینې غوره اثار يې هم لیکلي. افریقايي ادبیات له [15]Breytenbach او [16]Etienne Leroux وروسته د پخوا په شان نه شي پاتېدای. خو هغه څه چې ما اندېښمنوي، هغه ځانګړې ټولنیزه دنده ده چې د سېستیجرز نسل لیکوالو اجرا کړې (یا پرې تحمیل شوې)، پر موږ ټولو لوی ټولنیز، اخلاقي او سیاسي مسوولیت تحمیلوي.
که مو خوښېږي که نه، د هغه څه له لارې چې موږ په دغه هېواد کې لیکلي دي، یو مسوولیت مو په غاړه اخیستی. دا مسوولیت مو نه یوازې د خپلې دندې او کار په سبب اخیستی، بلکې د هغه چا پر وړاندې هم مسوول یو، چې زموږ کلماتو ته غبرګون ښيي.
۳
لیکوال داسې دی، لکه پيپا (Pippa) چې د نړۍ له لارې تېرېږي، سندرې بولي، یو څه بدلوي او په هر اورېدونکي کې چې دا سندره اوري، نوي څه پيدا کوي. د هغه کار ته د درناوي لپاره باید هغه د Pied Piper په څېر ولیدل شي: جوړ شوی انځور دا حقیقت هم رسوي، کله چې موږکان او ماشومان له خپلو عادي چارو راګرځوي، د دوی مسوولیت هم مني.
خو دا مسوولیت د سیاستوال، ټولنپوه او واعظ له مسوولیت سره توپير لري. لیکوال لیکوال پاتې کېږي: د هغه د انتخاب نېچر – د دې پرځای چې پارلمان ته لاړ شي یا ښه کلیونېسټ شي، لیکوالي غوره ګڼي – له دنیا سره د هغه بېله اړیکه ښيي.
موږ باید له دې ساده واقعیت سره مخامخ شو، چې د هنر اغېز دروني او شخصي دی. د تیاتر منتقد ریک بېنتلي[17] ویلي، چې د بتهوون نهمه سمفوني د Salvation Army د نندارې په پرتله په خلکو کې د ورورولۍ په بابت کم تاثیر کړی؛ خو هغه دا هم ویلي، د دغه دلیل له مخې د بتهوون ردول بېځایه کار دی. ستا په درون کې څه پېښېږي، کله چې لیر[18] ګورې، د داستایوفسکي جرم او سزا لولې، یا ګېرنیکا[19] ته وګورې، یا Well-tempered Clavichord[20] اورې، ښايي چې د یوې چاودنې په پرتله ډېره کوچنۍ او وړه ښکاره شي، ښايي د ماو تسه تونګ د وینا په نسبت، یا فورسټر[21] د قانون او په هارلېم (Harlem) کې د بلوا په نسبت کمزورې وي؛ خو دا چې تاثیر لري او دا تاثیر په خپل ذات کې لویېدای شي، له دې انکار نه شي کېدای او په کمه سترګه ورته نه شي کتل کېدای. د هنر تاثیر باید د دیني، اخلاقي یا نورو ساحو پر بنیاد توجیه نه شي، ضرور هم نه ده؛ خو د انسان په ژوند کې یوه اړتیا پوره کوي، داسې اړتیا چې د لوږې په څېر اړینه ده، که څه هم دومره ژر پام نه وراوړي. لوږه شخصي ضرورت دی، خو دا ضرورت دومره نږدې دی، چې سترګې پرې نه شي پټېدای، ځکه پر انساني حالت اګاهي زیاتوي. هغه څه چې لیکوال یې په اصل کې کوي، البته که کار یې ارزښتمن وي، په نړۍ کې د شعور په توګه عمل کوي.
۴
د دغه شعور کارکردګي، تر ډېره، د هغې نړۍ په طبیعت پورې اړه لري، چې فعالیت پکې کوي. که لږ يې نور هم روښانه کړم، په دې پورې اړه لري، چې لیکوال خپله نړۍ څنګه درک کوي. لیکوال هله لیکوالۍ ته مخه کوي، چې د خپلې نړۍ ستونزې يې ښې درک کړې وي.
اوس زموږ نړۍ په بېلابېلو ډولونو تعریف شوې ده. ضرور نه ده، چې دا تعریفونه یو له بله جلا وي؛ خو زما په فکر، د سویلي افریقا اړوند چې نن پکې موږ اوسېږو، جان برجر په هنر او انقلاب اثر کې یو تشخیص وړاندې کړی دی. د برجر په اند چې د ډېرو نورو په څېر دی هم انګېري، نن سبا په نړۍ کې لویه ستونزه د خلکو استحصالېدل او تحقیرېدل دی او د هغوی مبارزه چې غواړي له دې تحقیر او استثماره ځان وژغوري. دا تر ډېر د درېیمې نړۍ مبارزې رانغاړي، چې د اروپا، امریکا او روسیې له استعمار څخه ځان خلاص کړي — ازادي، له استثمار څخه ازادي: اقتصادي، همدارنګه فکري، اخلاقي او معنوي ازادي هم: له چال چلن څخه ازادي چې پکې نورو ته د انسانانو په څېر نه کتل کېږي او وايي چې د توکو په څېر ترې استفاده وشي. ټیک لکه زموږ په هېواد کې د افریقایانو، رنګینپوستو او هندیانو ارزښت د توکو ارزښت ته راپرېوتی دی.
راځئ د نړۍ د حالت دا اړخ روښانه کړو: په نړۍ کې دوه پر درې برخه وګړي د پاتې درېيمې برخې په لاس استثمارېږي، دوکه کېږي او سپکاوی ورته کېږي. که دا حالت ومنل شي یا بنسټي شي (لکه څنګه چې په افریقا کې شوی)، دا به نور هم وضعیت متشدد کړي. ځکه امپریالیزم، اقتصادي وي که اخلاقي، هېڅکله نه مړېږي. موږ داسې حالت ته رسېدلي یو، چې د اوسني وضعیت منل یا توجیه کول د منلو وړ نه دي، ځکه «د ځمکې بېچارګان» بېځایه شوي او بې میراثه شوي دي، خپل هویت ترې اخیستل شوی او کله چې له چا څخه خپل هویت وتروړل شي، مبارزه پیلېږي، دا مبارزه تر هغې نه درېږي، چې هغه کس خپل نوم او نشان بېرته نه وي ترلاسه کړی. دا کړاو یوازې د هغو په برخه نه دی، چې مخکې له مخکې بې نصیبه شوي: بلکې هغه هم کړوي، چې په دې مسالې خبر دي، اګاه دي: برجر وايي، زموږ شکنجه د نورو د نابرابرۍ موجودیت دی. (فانون: «له دې اروپا ووځئ، داسې اروپا چې د انسان په هکله غږېږي؛ خو چې چېرې انسان پيدا کړي، وژنې يې.»)
یو کس ښايي وپوښتي: دا وضعیت نوی وضعیت دی؟ رنځ، بې عدالتي او ظلم له پخوا و. هو، له پخوا و؛ خو تر دې وروستیو پورې د نړۍ حالت په بشپړه توګه د زغملو نه و – ځکه چې د حقیقت بشپړ اندازه نه وه معلومه. جان برجر وايي، پخوا اروپایانو په دې باور چې دوی په متمدنه بڼه د بشریت استازي دي، ځانونه غولولی شوای: د دغه باور له امله، هغوی مجبور نه و، چې پر برابرۍ وروستی باور له منځه یوسي، ځکه چې پر دې مسالې وروسته بحث کېدای شوای، حال دا چې هغوی له نابرابرۍ ناوړه استفاده کوله او د نړۍ استثمار شوي ولسونه له دې نه و خبر چې په دوی څومره لوی ظلمونه کېږي. نن د سویلي امریکا، اسیا او افریقا اوسېدونکي په دې پوهېږي، چې څه روان دي. دا چاره ناهیلي او غوسې ته لار جوړوي. (بالدوین: «موږ په قهر او درد کې ژوند کوو، په غوسې او درد کې.») ټولیزو (جمعي) رسنیو دا پېښې د نړۍ ګوټ ګوټ ته تکثیر کړې او «هېڅوک دا ادعا نه شي کولای، چې دوی پخپله د نړۍ نازغمېدونکی حالت نه دی لیدلی.»
د دې حالت ماهیت، لکه څنګه چې برجر په څرګنده وايي، یوه کوچنۍ ډله د نورو وګړو بازار او ذهن استثماروي او هغوی ته د توکو په سترګه ګوري. هغه وايي، هغه څوک چې په نړۍ کې د استعمار پر ضد جنګېږي، په حقیقت کې د انساني مانا لپاره جګړه کوي. ما ته په دې مرداره او بوږنوونکې نړۍ کې د لیکوالو کار دا ښکاري: د انسانیت د غږ ژوندي ساتل؛ د انساني ارزښتونو د بقا تضمینول.
۵
لکه مخکې مې هم وویل، «انساني ارزښتونه» لکه «انساني افق» یوه مبهمه اصطلاح ده؛ خو داسې هم نه ده چې تعریف نه شي. د روښانه دلایلو له مخې، داسې یو تعریف باید د یوه شخص انفرادیت ته وکتل شي او دا هم پيدا شي، چې په هغه کې کوم ارزښتونه ارزښتمن او په ورته وخت کې دومره اساسي دي، چې یو هنرمن خطر په غاړه اخلي: وخت، د نورو درناوی، سکون، مینه او ان پيسې، دا ټول خطرونه مني، تر څو د هغو ارزښتونونو درناوی وساتي.
موږ د یوه فرد له ساده ځانګړنو کار پيلوو: هغه ژوندی دی. که څه هم ډېر کسان تر ژوندیو مړه زیات ښکاري؛ خو بیولوژيکي واقعیت دا دی، چې انسان ژوندی دی، مړ نه.
دا د انسان تر ټولو ساده ځانګړنه ده – چې هغه ژوندی دی – نو د هغه د وقار او عزت یوه برخه هم ده، انسان د ژوند کولو حق لري. هېڅوک يې باید مجبور نه کړي، چې مړ شي. خو دا مساله دومره اسانه ده، څومره چې ښکاري؟ دا په داسې هېواد کې چې د نړۍ د هر بل هېواد په پرتله پکې ډېر جرمونه د مرګ په سزا ختمېږي، اسانه او ساده ده؟
موږ باید مخکې لاړ شو. یو سړی ژوند کوي. موږ پرېکړه وکړه؛ خو دا په څه مانا: ژوند کول؟ یو ځل بیا اساسي لېول: په دې مانا چې مخکې لاړ شي، بدل شي، وخوځېږي. خو په بل لوري کې زوال او مرګ پروت دی.
که د انسان حالت له ژوندي پاتېدو سره پيلېږي او که ژوندي پاتېدل غواړي چې یو سړی حرکت وکړي، مخکې لاړ شي او په دې پروسه کې بدلون ومومي، دا بیا انساني ارزښتونه دي او د بغاوت وړ دي: خلک باید دا حق ولري، چې حرکت وکړي، وده وکړي او بدل شي او بېځایه د هغه څه تابع نه شي چې وده، خوځښت او بدلون ځنډوي او چې زوال او مرګ راولي.
د ژوند دغه ځانګړنې یوازې فیزیکي پروسې نه دي، میتافیزیکي معادل هم لري. حیوانات او نباتات هم ژوند کوي، هغوی هم خوځېږي، وده کوي او بدلېږي؛ خو انسان ترې په دې دلیل چې د عقل خاوند دی، اګاه دی، لټون پسې وځي یا هم پر یو څه شکمنېږي، له حیوانانو او نباتاتو څخه يې د ژوند لوری بدل دی.
په دې لیکنه کې د روح په هکله نه غږېږو، د داسې په اړه خبرې کوو، چې په هکله يې کم و زیات پوهېږو او ثابتولی یې شو.
انسان هوش لري، په بله وینا، انسان نه یوازې یو څه تجربه کولای شي؛ بلکې تفسیرولی، یو څه له بل سره تړلی او د یوې تجربې په هکله اټکل کولای شي. که هغه دا وړتیا لري، نو د دې وړتیا د کارولو دنده هم ورله غاړې ده او د خوځښت، ودې او بدلون په نوم چې موږ په بیولوژیکه کچه کې وپیژندله، وده ورکړي. که هغه دا توان ولري، دا دنده هم لري، چې د حرکت، ودې او بدلون په نامه يې وکاروي، هغه ځانګړنې چې موږ ورته په بیولوژيکي لېول کې اشاره وکړه. یو ځل بیا په دې مانا ده، چې خلکو ته باید په دې کې چې دوی د فکر کولو، تړاو او تفسیرولو حق لري، درناوی وشي. هغوی باید په دې پروسه کې خنډ جوړ نه کړي: هغوی باید نن له سبا سره د تړلو په پروسه کې خنډ نه شي.
د دې پروسود رښتیاینې په یوه برخه کې ژبه موندل کېږي. انسانان خبرې، لوست او لیکل کولای شي، هېڅوک باید دوی له دې حق څخه را ونه ګرځوي.
دا ټول فعالیتونه د فرد د اړیکو د غوښتنې په هکله دي، ښايي بېړنۍ فیزیکي یا میتافیزیکي اړتیا یې وي. له همدې کبله باید د اړیکو حق ورته وي – یا لږ تر لږه د اړیکو هڅه وکړي. د جنسي اړیکو په ګډون، چې نه یوازې بیولوژيکي عمل دی؛ د میتافیزکي پوښتنو بیان هم دی. زه باید هغه ته د هغه د جنسي پارټنر د انتخاب او جنسي تجربې د بیان حق وغواړم.
۶
خو د اړیکې په وسیله موږ له هغې پولې اوښتي یو، چې فرد پکې یوازې یوازینی موجود وي او له هغه حالته یې بل حالت ته راوړي، چې هماغه فرد بیا د ټولنیز موجود په توګه وي. دا د انساني شعور پایله ده – او ښايي یوه اصیله ځانګړتیا وي، چې انسان له نورو ژویو بېلوي. هغوی خپله تجربه د نورو له تجربې سره تړلی شي، یوازې ځان ته يې نه غواړي، نورو ته يې هم غواړي. Philogenesis له Ontogenesis سره نابېلېدونی تړاو لري. دلته باید ومنو، چې میتافیزیک په فیزیک کې ريښه لري. ځکه که یو انسان ژوندی دی، غواړي خپله هستي وساتي او جاوېدانه یې کړي.
دا ښايي په کاملاً شخصي مفهوم کې د نورو د نفې یا ان د له منځه وړلو په مانا وي؛ خو د ټولنیز بُعد پر بنیاد، د ځان ساتنې لپاره د فرد تلاش په دې مانا ده، چې نورو ته زیان وانه ړوي – ځکه دا لار غچ او انتقام ته ځي. له همدې امله، زه هله ځان خوندي احساسوم، چې د نورو د خوندیتوب ساتنه هم وکړم. هر څوک چې یو څه د خپلې ازادې ارادې له مخې کوي، باید په ناحقه د نورو د ازادۍ په لار کې ونه درېږي. دا په دې مانا چې ازادي باید د عدالت په تله کې وتلل شي.
په مطلق مفهوم کې کامو ټینګار کاوه، چې یو له بل سره په ټکر کې دي. په مطلقې ازادۍ کې د زورورو ازادي شامله ده، کمزوري پایمالوي. مطلق عدالت د ټولو جلا ازاديو مخه نیسي. بالاخره دوی یوازې په نسبي ډول یوځای کېدای شي. هغوی یو څوک دې ته اړ باسي، چې د انسان د ژوند ډګر نسبي دی او دا باید ومني. په ورته وخت کې دا هم په ګوته کوي، چې د انسان ازادي او عدالت ورځ تر بلې ښه کېدای او پراخېدای شي. دا په دې مانا چې لیکوال باید همېشه د هغو څيزونو پر ضد بغاوت وکړي، چې د افرادو او ټولنې ازادۍ پرې محدودېږي او له خطر سره مخ کېږي.
د دې ټولو په رڼا کې، اوس هغه نظر ته ګرځو، چې پکې لیکوال یو باغي بلل کېږي او د انسان د اساسي ارزښتونو په نامه مبارزه کوي، د هر هغه څه پر وړاندې مبارزه کوي، چې انسان ګواښي او د هغه څه پر وړاندې چې اصلاً انساني نه دي.
۷
موږ باید دا کار کم ونه ګڼو، په ځانګړې توګه کله چې په سویلي افریقا کې د یوه لیکوال د کار په خبره وي. د وروستي امنیتي قانون په فشار (Stage Security چې په BOSS مختصر شوی)، د تګ راتګ قوانین او د نفوسو د کنټرول تدابیر چې هر ډول انساني اړیکې تعریفوي، دا هېڅ انساني هېواد نه شو. دا سیسټم چې په هېواد کې د اشخاصو د شخصي او ټولنیز ژوندانه هر اړخ ټاکي، له هغو ټولو اساسي اوصافو سره په ټکر کې ده، چې موږ يې «انساني» ګڼو: خوځښت؛ وده؛ بدلون؛ اړیکه؛ د فکر، لوستلو، خبرو او لیکلو حق؛ د جنسي پارټنر د اختیارولو حق؛ دا حق چې باید ونه وژل شي؛ هغه وړوکی، ارزښتناک، شخصي حق چې په پوهاوي، مهربانۍ، عاجزۍ، سرغړونه، غوسه، درد او که اړتیا وي – په تاوتریخوالي کې سړی ولري.
په هر حال، که زه د یوه ادبي ارمان دفاع کوم، بشریت ته د ژمنو ادبیاتو دفاع به وي. دا د دغه هېواد د لیکوالو ځانګړې اګاهۍ ته اړتیا لري. داسې اګاهي نه چې یوازې د خپلو شخصي ستونزو یا د څو میلیونو لږکیو سپينپوستو د حالت بیان وي؛ بلکې د ټول هېواد په هکله او له شاخوا وحشي دنیا سره د اړیکو د هېواد اړیکه پکې بیان شي. اګاهي، زړورتیا او تواضع او حقیقت ته د وفادارۍ حس او بې ډاره د هغه بیان.
دا به تاثیر ولري؟ ما دې ته اشاره کړې، چې په عملي ډګر کې لیکل څومره بې اغېزې څيز دی؛ خو حدود يې پراخېدای شي. په نړۍ کې بېلابېل انقلابونه شوي؛ ځوان فرانسوي انقلابي ریجس دیبرې چې په بولویا کې دېرش کلن حبس تېروي، ولیکل: «بې کلمې وسله کمزورې ده، بې وسلې کلمه.»
موږ په حقیقت کې په یوه انقلابي وضعیت کې ژوند کوو، دا وضعیت په بېلابېلو ډولونو او کچو ځان ښکاروي.
هغه انقلاب چې زه د یوه لیکوال په توګه پکې شامل یم، زما د خلکو د شعور انقلاب دی. ښايي ډېر کار ونه شم کړای – باید رښتینی واوسم او اعتراف وکړم – کله چې فکر یوازې د ځان د توجیه کولو لپاره شي، خبرې د پټولو لپاره وکارول شي، نو پرمختګ یوازې د یوې بلې ډبرې اېښوولو په څېر دی. دلته ښايي یوې ډبرې ته سړی ورسېږي، هلته بیا بلې ته. له اوږدې مودې وروسته ښايي زموږ تعداد لا هم د ګوتو په شمېر وي؛ خو د اېلوار[22] کلمات رایادېږي:
هغوی بس څو کسان وو
خو ناڅاپه ترې لښکر جوړ شو
د همدې په رڼا کې غواړم د دیبرې خبره تکرار کړم؛ خو سرچپه: «بې وسلې کلمه کمزورې ده، بې کلمې وسله».
[1] Multatuli
[2] Max Havelaar
[3] Javanese
[4] د نازي جرمني له خوا د دویمې نړيوالې جګړې پر مهال د کانسنټرېشن او وژنې کمپ چې په ۱۹۴۰ کې په اشغال شوي پولنډ کې جوړ شو. د وژنې تر ټولو عامه وسیله يې په ګازو د بندیانو وژل و.
[5][5] بورېس ليونيدووېچ پاسترناک، روسی لیکوال او شاعر.
[6] ليریکل شاعري هغه ډول شاعري ده چې پکې شاعر خپل شخصي احساسات، عاطفه، مینه، غم، خوښي، هیله یا درد په مستقیم ډول بیانوي.
[7] Don Quixote
[8] جېمز بالډوین James Baldwin, ۱۹۲۴–۱۹۸۷ – امریکایي لیکوال، شاعر، مقالهنګار او ټولنیز فعال و. د نژادپرستۍ، مذهب، جنسي هویت او تبعیض پر وړاندې يې لیکل کول.
[9] LeRoi Jones(۲۰۱۴ – ۱۹۳۴) امریکايی شاعر، ډرامه لیکونکی او فعال و. د نژادپرستۍ پر ضد یې لیکل کول.
[10] نادین ګورډیمر Nadine Gordimer, ۱۹۲۳–۲۰۱۴، د سویلي افریقا نوموتې ناول او لنډو کیسو لیکواله او ټولنیزه فعاله وه.
[11] ډاکټر ژیواګو (Doctor Zhivago) د بوريس پاسترناک د ناول نوم دی، او ډاکټر ژیواګو پخپله د دغه ناول اصلي کرکټر دی.
[12] اندري سینیافسکي (Andrei Sinyavsky) ۱۹۹۷-۱۹۲۵، روسی ناول، کیسه او مقالهنګار.
[13] Yuli Daniel(۱۹۸۸-۱۹۲۵) روسی ناول او مقالهناګار.
[14] د ۱۹۶۰ کلونو په منځ کې د سویلي افریقا ادبي او کلتوري حرکت و.
[15] بریتن بریتنباخ (Breyten Breytenbach) سویلي افریقا شاعر، لیکوال، او سیاسي فعال و، چې د نژادي تبعیض پر ضد يې د ناول، شعر او مقالو په مټ مبارزه کوله.
[16] ایتین لیرو (Etienne Leroux)۱۹۲۲ – ۱۹۸۹، د سویلي افریقا ناولنګار او د Sestigers ډلې غړی.
[17] Eric Bentley (۱۹۱۶ -۲۰۰۰) ، انګرېز ډرامه لیکوال، نقاد، استاد او ژباړن.
[18] اشاره د ویلیم شکسپير King Lear تراژیدۍ ته.
[19] د پابلو پيکاسو Guernica په نامه نقاشي.
[20] پخوانۍ کیبوردي موسیقۍ آله ده چې تر پیانو مخکې کارېده.
[21] Vorster د سویلي افریقا د اپارټایډ ملاتړی و او د نژادي سپین اقلیت واک ساتلو لپاره یې قوانین پیاوړي کړل.
[22] Paul Eluard(۱۸۹۵-۱۹۵۲)، فرانسوی شاعر.